خبرونه
سمنګان ولایت کې د ټرانسپورټي تاسیساتو دوې پروژې تر کار لاندې دي.
د یاد ولایت دلخکي کوتل مسافروړونکي او باروړونکي ترمینل د انتظار ځای جوړولو پروژه.
یاده پروژه د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت دوې میاشتې وړاندې پیل شوې.
د سمنګان ولایت تاشقرغان تیرپارک جوړولو پروژه
دغه پروژه د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه میاشتې وړاندې پیل شوې
د دغه پروژې چارې دا مهال ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي.
ویډیو
نیټه: 1404-11-15 چهارشنبه
د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ کې د باروړونکي ترمینل جوړېدو له چارو لیدنه ترسره شوه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پروژو مدیریت رئیس انجنیر بختیار اختیاري د هرات ولایت گذرې ولسوالۍ کې د معیاري باروړونکي ترمینل د جوړېدو له چارو لیدنه وکړه. یاده لیدنه کې د ترمینل د جوړولو روان پرمختگ، ودانیزو چارو کیفیت او د پروژې د مهالویش سره سم پرمختگ وارزول شو. او د قراردادي شرکت مسئولینو ته اړین هدایات ورکړل شول.
نیټه: 1404-11-14 سهشنبه
نیمروز ولایت کې د تیرپارک جوړولو چارې روانې دي
د نیمروز ولایت چخانسور ولسوالۍ، دوراهي سیمه کې، د۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د تیر پارک جوړولو چارې روانې دي. دغه پروژه چې په ۲۰۰ جرېبه ځمکه کې پلي کېږي، دوې میاشتې وړاندې پیل شوې او دا مهال یې چارې نږدې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي.
نیټه: 1404-11-14 سهشنبه
وروستۍ خبرتیاوې
د ښاري برېښنا شبکې سره د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډگر عملیاتي ساحې د نښلولو پروژه
نیټه: 1404-11-14 سهشنبه