خبرونه
د ټرانسپورټي اصولو سره سم د فعالیتونو او خدماتو وړاندې کولو باندې ټینگار
د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس په مشرۍ د یاد ولایت ټرانسپورټي بندرونو له کارکوونکو سره په یوه ناسته کې د چارو لا تنظیم، له مراجعینو سره د ښه سلوک او د ټرانسپورتي اصولو سره سم د فعالیتونو او خدماتو وړاندې کولو باندې ټینګار او کارکوونکو ته یې په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
نیټه: 2026-02-02
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل!
خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۴ کال د سلواغې ۱۴ نېټې پورې
په لاندې ولايتونو کې د واورې او باران پیښیدو اټکل
په فاریاب، بلخ، سمنگان او بدخشان ولایتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له (۱۰) څخه تر (۲۰) ملي متره او د واورې کچه له (۱۰) څخه تر (۲۰) سانتي مترو پورې اټکل کېږي.
هشدار
مدت اعتبار : ۱۴ دلو سال ۱۴۰۴ خورشیدی
احتمال وقوع برفباری و باران در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های فاریاب بلخ سمنگان و بدخشان که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰) الى (۲۰) ملی متر و مقدار برف (۱۰) الی (۲۰) سانتی متر پیش بینی میگردد.
WARNING!
Validity time: 3 February 2026
Possibility of Snow and Rain for the following provinces:
Faryab, Balkh, Samangan and Badakhshan Provinces amount of rainfall is between (10 to 20) mm and amount of snowfall (10 to 20) cm in different area.
نیټه: 2026-02-02
د گذرې ولسوالۍ ملي او نړیوال مسافر وړونکي ترمینل له چارو لیدنه ترسره شوه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پروژو مدیریت رئیس انجنیر بختیار اختیاري او ورسره مل تخنیکي ټیم د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ کې د ملي او نړیوال مسافروړونکي ترمینل د جوړېدو له روانو چارو لیدنه وکړه، د لیدنې پر مهال یاد ټیم د پروژې پلي کېدو بهیر، تخنیکي معیارونه د کار چټکتیا او کیفیت له نږدې وڅېړل او اړوند مسؤلینو ته یې د کار د لا ښه تنظیم، نړیوالو معیارونو رعایت او د ټاکل شوي مهالویش سره سم د پروژې بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
نیټه: 2026-02-01
کابل ولایت کې ۱۰ پراختیايي پروژې
د یوه معیاري ځمڪني او هوایي ټرانسپورټ پر لور چټڪ گامونه
ویډیو
نیټه: 2026-02-01