خبرونه
کابل کې لس پراختیايي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري دا مهال په کابل کې د څه باندې دوه میلیارده افغانیو په ارزښت لس پراختیايي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې تر دې دمه یې چارې د ټاکل شوي پلان له مخې په منظم ډول پر مخ تللې دي. یادې پروژې د ځمکني ټرانسپورټ او هوايي چلند په برخو کې د هېوادوالو لپاره د اړینو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه پلي کېږي، چې له بشپړېدو سره به یې د ټرانسپورټي خدمتونو د کیفیت ښهوالي او د عامه سهولتونو د پراختیا په برخه کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شي.
نیټه: 2026-01-28
زرنج هوايي ډگر کې د الوتنو خوندیتوب لپاره نوی گام
د الوتنو خوندیتوب او خدماتو معیاري کېدو په موخه د نیمروز ولایت زرنج هوايي ډګر مخابراتي سیستم پیاوړتیا په موخه نوې مخابراتي دستګاوې فعاله شوې چې د الوتنو پر مهال به د پیلوټانو او د کنټرول برج ترمنځ مستقیمه اړیکه برابروي. یادې دستګاوې د هوایي ټرانسپورټي سیسټم د پیاوړتیا او یاد هوايي ډګر د هوايي چلند خوندیتوب او معیاري کېدو په برخه کې یو مهم ګام دی.
نیټه: 2026-01-28
د ادارې او مدیریت په اړه اته ورځنی سمینار وړاندې شو
د کارکوونکو مسلکي او کاري مهارتونو او ظرفیت لوړولو په موخه د وزارت مرکزي ریاستونو اړوند ۱۴۴نویو ګمارل شوو کارکوونکو ته د ادارې او مدیریت تر عنوان لاندې اته ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو. په دغه ښوونیزه برنامه کې د اداري مراسلاتو، د اداري اصولو، مدیریت رهبرۍ او یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته په نظري او عملي ډول زده کړې ورکړل شوې، یاد سمینار د ازموینې او ارزونې له پروسې وروسته پای ته ورسېد.
نیټه: 2026-01-27
د ښوونیز پروگرام پیل
د کارکوونکو چارو ریاست لخوا د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه د بېلا بېلو ریاستونو کارکوونکو ته د کمپیوټري پروګرامونو دوې میاشتنی ښوونیز پروګرام پیل شو. په دغه ښوونیزه دوره کې به ګډونوالو ته د کمپيوټر بېلابېلو برنامو په اړه په نظري او عملي ډول زده کړې ورکړل شي. چې دا به له دوی سره په کاري ساحه کې ګټورې پایلې ولري.
نیټه: 2026-01-27