خبرونه

د ټرانسپورټي وسایطو د اسنادو طرزالعمل په اړه ښوونیز سمینار وړاندې شو

د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست کارکوونکو ته د ټرانسپورټي چارو لا تنظیم، د اصولو پلي کولو او د کارونو شفافیت په موخه د ټرانسپورټي وسایطو د اسنادو طرزالعمل په اړه ښوونیز سمینار وړاندې شو. 

نیټه: 2026-01-25


په تېره یوه میاشت کې د څه باندې ۱۱ زره موټرو تخنیکي ارزونه شوې ده

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له‌خوا د روان کال په تېره یوه میاشت(مرغومي) کې، د هېواد بېلا بېلو ولایتونو کې د ۱۱زره، ۲۵۰ مسافروړونکو او باروړونکو موټرو تخنیکي ارزونه شوې ده. د دغه ارزونې په ترڅ کې دلېږدوونکو وسایطو تخنیکي وضعیت بېلا بېل اړخونه په منظم ډول ارزول کېږي. ترڅو د مسافرو، سوداګریزو مالونو او لېږدوونکو وسایطو د خوندیتوب بشپړ تامین رامنځ ته او د هر ډول احتمالي خطر، ټرافیکي پېښو، مالي او ځاني زیانونو مخه ونیول شي.

نیټه: 2026-01-25


د موټر چلوونکو ستونزو او غوښتنو پر وخت حل کېدو ټینگار وشو

د کابل ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم لوى رئیس الحاج مولوي عبدالغفار فاروق، ده‌سبز ولسوالۍ باروړونکو موټرو بین‌الولایتي ترمینل له ټرانسپورټي چارو څخه لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې د موټرچلوونکو د ستونزو او غوښتنو پر وخت حل او د خدماتو لاښه والي په موخه کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

نیټه: 2026-01-25


هېوادوالو ته کاري زمینه برابرول

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت 
پلي کېدونکو پروژو کې زرگونو هېوادوالو ته کاري زمینه برابره شوې ده.
ویډیو👇

https://www.youtube.com/watch?v=ujVnoN112C0

 

نیټه: 2026-01-18