خبرونه
د اونۍ لنډ خبرونه
د اونۍ لنډ خبرونه
نیټه: 2026-01-29
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل!
خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۴ کال د سلواغې ۱۰ نېټې پورې
په لاندې ولايتونو کې د واورې تیز باران او تېزو بادونو پیښیدو ایکل
به بغلان پروان پنجشیر بامیان میدان وردگ غزنی دایکندی ،زابل اروزگان کندهار هلمند نیمروز فراه هرات غور بادغیس فاریاب او سرپل ولايتونو کې د سالنګونو په ګډون چې د باران کچه په بیلابیلو سیمو کې له (۱۰) څخه تر (۴۰) ملي متره او د واورې کچه له (۱۰) څخه تر (۳۵) سانتي مترو پورې اټکل کيږي.
همدارنگه په مرکزي او لويديځو ولايتونوکې د سالنګونو په گډون د تېز و بادونو پیښیدو اټکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سيمو کی (۵۰) څخه تر (۹۵) کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.
نوت به گرمو سيموکي د سېلابونو پیښیدو اټکل کيږي.
هشدار
مدت اعتبار : ۱۰ دلو سال ۱۴۰۴ خورشیدی
احتمال وقوع برفباری باران شدید و بادهای شدید در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های بغلان ،پروان ،پنجشیر بامیان میدان وردگ غزنی ،دایکندی ،زابل اروزگان کندهار هلمند نیمروز هراه هرات غور بادغیس فاریاب و سریل بشمول سالنگها که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰) الى (۴۰) ملی متر و مقدار برف (۱۰) الی (۳۵) سانتی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایتهای مرکزی و غربی بشمول سالنگها احتمال وقوع بادهای شدید وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰) الی (۹۵) کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.
نوت احتمال وقوع سیلاب در مناطق گرم سیر متصور است.
WARNING!
Validity time: 30 January 2026
Possibility of Snow, Heavy Rain and Strong winds for the following provinces:
Baghlan, Parwan, Panjshir, Maydan wardak, Bamyan, Ghazni, Daykundi, Zabul, Uruzgan, Kandahar, Helmand, Nimroz, Farah, Heart, Ghor, Badghis, Faryab and Sari pul Provinces including Salangs the amount of rainfall is between (10 to 40)mm and amount of snowfall (10 to 35) an in different area.
In the central and western Provinces including Salangs possibility of Strong Winds the amount of Wind speed will be between (50 to 95) Km/h in different area.
Note: Possibility of flash flood in warmer regions.
نیټه: 2026-01-29
د اونۍ وېډیويي راپور:
د اونۍ وېډیويي راپور:
د پروژو پلي کېدو پر کیفیت ټینګار .
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پروژو مدیریت رئیس انجنیر بختیار اختیاري د تخنیکي ټیم په ملتیا د کندهار ولایت باغ پل مسافروړونکي ترمینل د جوړېدو له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه. نوموړي د پروژې د روانو چارو پر چټکتیا او په ځانګړي ډول د کار لوړ کیفیت پر رعایت باندې ټینګار وکړ.
د ښوونېز پروګرام پیل
د کارکوونکو چارو ریاست لخوا د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه د بېلا بېلو ریاستونو کارکوونکو ته د کمپیوټري پروګرامونو دوې میاشتنی ښوونیز پروګرام پیل شو.
همدا ډول په ورته وخت کې د وزارت مرکزي ریاستونو اړوند ۱۴۴نویو ګمارل شوو کارکوونکو ته د ادارې او مدیریت تر عنوان لاندې اته ورځنی ښوونیز سمینار د ازموینې او ارزونې له پروسې وروسته پای ته ورسېد.
زرنج هوايي ډګر کې د الوتنو خوندیتوب لپاره نوی ګام
د الوتنو خوندیتوب او خدماتو معیاري کېدو په موخه د نیمروز ولایت زرنج هوايي ډګر مخابراتي سیستم پیاوړتیا په موخه نوې مخابراتي دستګاوې فعاله شوې چې د الوتنو پر مهال به د پیلوټانو او کنټرول ټاور ترمنځ مستقیمه اړیکه برابروي.
یادې دستګاوې د هوایي ټرانسپورټي سیسټم د پیاوړتیا او یاد هوايي ډګر د هوايي چلند خوندیتوب او معیاري کېدو په برخه کې یو مهم ګام دی.
په تېره یوه میاشت کې د څه باندې ۱۱زره موټرو تخنیکي ارزونه شوې ده.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لهخوا د روان کال په تېره یوه میاشت(مرغومي) کې، د هېواد بېلا بېلو ولایتونو کې د ۱۱زره، ۲۵۰ مسافروړونکو او باروړونکو موټرو تخنیکي ارزونه شوې ده. د دغه ارزونې په ترڅ کې دلېږدونکو وسایطو تخنیکي وضعیت بېلا بېل اړخونه په منظم ډول ارزول کېږي ترڅو د مسافرو، سوداګریزو مالونو او لېږدوونکو وسایطو د خوندیتوب بشپړ تامین رامنځته شي.
ټرانسپورټي خدماتو ته د هېوادوالو لاسرسی.
د پکتیکا ولایت ځمکني ټرانسپورټ ریاست لخوا د یاد ولایت اورګون ولسوالۍ کې د ټرانسپورټي خدماتو او سهولتونو برابرولو په موخه د اورګون- ښرنې او غزني مسیر موټرو د ټرانسپورټي هډې فعالیت پیل شو.
د نوې ټرانسپورټي هډې فعالیت به د یاد ولایت د ټرانسپورټي خدماتو لاتنظیم، اسانتیا او پراختیا سبب شي او د سیمې اوسېدونکو لپاره به د خوندي او اسانه تګ راتګ اړتیاوې په ښه ډول پوره کړي.
د اروزګان ولایت مسافروړونکي ترمینل د جوړېدو چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللې دي.
د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د څه باندې ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، د مسافروړونکي ترمینل جوړولو چارې روانې دي. یاد ترمینل چې د ټولو اړتیاوو او سهولتونو په نظر کې نیولو سره، په عصري توګه جوړېږي دا مهال یې کارونه نېږدې ۳۰ سلنه پرمخ تللې دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند مجلې پرلپسې نهمه ګڼه له چاپه راووته.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند مجلې پرلپسې نهمه ګڼه له چاپه راووته، په دغه نوې ګڼه کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند په برخو کې مهمې علمي او معلوماتي مقالې خپرې شوې دي، چې ورسره د وزارت د تېرو درېيو مياشتو مهمې کړنې، پرمختګونه او لاسته راوړنې هم په تفصيل سره پکې بيان شوي دي.
⬇️
نیټه: 2026-01-29
په مسافروړونکو هډو او ترمینلونو کې د مسلکي کارکوونکو فعالیت!
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت لخوا په ټولو مسافروړونکو هډو او ترمينلونو کې د موټرو تنظیم او هېوادوالو ته د سهولتونو برابرولو په برخه کې د مسلکي کارکوونکو لخوا په هر وخت او هر ډول حالاتو کې خدمات وړاندې كېږي.
نیټه: 2026-01-28