خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.

خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۴ کال د سلواغې ۶ نېټې پورې

په لاندې ولايتونو کې د نسبتاً درنې واوري ، تیز باران او تېزو بادونو پېښېدو اټکل
په نورستان ،کونړ ،بغلان ،پروان ،لوگر ،پکتیا ،پکتیکا میدان وردگ بامیان غزنی ،زابل اروزگان دایکندی غور کندهار هلمند نیمروز فراه هرات بادغیس او فاریاب ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له (۱۰) څخه تر (۴۰) ملي متره او د واورې کچه له (۱۰) څخه تر (۴۰) سانتي مترو پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په مرکزي او سوېلي ولايتونوکې د سالنګونو په ګډون د تېزو بادونو پیښیدو اټکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سیمو کې (۵۰) څخه تر (۹۵) کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.
نوت به گرمو سیموکې د سېلابونو پیښېدو اټکل کېږي.

نیټه: 2026-01-26


د موټر چلوونکو ستونزو او غوښتنو پر وخت حل کېدو ټینگار وشو

د کابل ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم لوى رئیس الحاج مولوي عبدالغفار فاروق، ده‌سبز ولسوالۍ باروړونکو موټرو بین‌الولایتي ترمینل له ټرانسپورټي چارو څخه لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې د موټرچلوونکو د ستونزو او غوښتنو پر وخت حل او د خدماتو لاښه والي په موخه کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

نیټه: 2026-01-26


د پروژو پلي کېدو پر کیفیت ټینگار

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پروژو مدیریت رئیس انجنیر بختیار اختیاري د تخنیکي ټیم په ملتیا د کندهار ولایت باغ پل په سیمه کې د مسافروړونکي ترمینل د جوړېدو له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه. نوموړي د پروژې د چارو پر چټکتیا او په ځانګړي ډول د کار لوړ کیفیت پر رعایت ټینګار وکړ. د باغ پل مسافروړونکی ترمینل، چې د نیمروز، هلمند، فراه او هرات ولایتونو د موټرو د تګ راتګ لپاره جوړېږي، شاوخوا ۱۶۷ میلیونه افغانۍ لگښت پرې راځي، چې دا مهال يې چارې نږدې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي.

نیټه: 2026-01-26


زرنج هوايي ډگر کې د هواپېژندنې نوې دستگاه

د نیمروز ولایت په هوایي ډګر کې د هوا پېژندنې نوې دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
راپور:👇

https://www.youtube.com/watch?v=A4rq2ldLfmc

نیټه: 2026-01-25